میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د قوت الرمي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له شپږو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دویم پړاو سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای کې کابل د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، غزني دویم او میدان وردګو بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ قوت الرمي ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
