ریال 2-1 سویا؛ ریال ماډریډ په دوه ګولونو سره سویا ته ماتې ورکړه.
ریال 2-1 سویا؛ ریال ماډریډ په دوه ګولونو سره سویا ته ماتې ورکړه.
ریال ماډریډ په سانتیاگو برنابئو کې درې ارزښتناکه امتیازونه ترلاسه کړل، د لوبې لومړی ګول په ۱۲مه دقیقه کې د سویا لوبغاړي آکونیا لخوا ترسره شو او دا لوبډلې یې د یو ګول سره مخکښه کړه.
لوبه په متعادل ډول روانه وه تر څو کریم بنزما وکولای شول د ریال ماډریډ لپاره ګول وهنه ترسره کړي او ړه دې ګول سره لوبه ۱-۱ مساوي شوه.
لوبه په همدې ډول روانه وه او داسې ښکاریده چې لوبه به د لومړۍ نیمايي په څیر مساوي توګه پای ته ورسیږي خو وینیسیوس جونیور په ۸۷ مه دقیقه کې د ریال په ګټه ګول وهنه ترسره کړه او په پای کې لوبه د ریال په ګټه د ۲-۱ په بریا پای ته ورسېده.