کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۵
کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سبحان الله لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې پاچایانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

لغمان کې د لس ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې نهه تنه د لغمان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

ارزگان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مرکزی لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS