غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۸:۰
غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري، د غزني ولايت بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي په مالي مرسته د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ، د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د ياد ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون رئیس غلام سرور جلال، د غزني ولايت ورزشي امر حاجي بلال مج.ا هد، د دې ولايت بېلابېلو مسوولينو، نېزه وهونکو او ګڼ شمير د نېزه وهنې لوبې مينوالو ګډون کړی و.

د دغه ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق ټولو راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي څخه مننه وکړه، چې د ياد ټورنمنټ مالي ملاتړ يې کړی و.

دغه راز نوموړي وويل، موږ هڅه کو، چې دوديزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو او پلان لرو، چې په راتلونکي کې دغه ډول ټورنمنټونه په نورو ولايتونو کې هم برابر کړو.

د نېزه وهنې ياد ملي ټورنمنټ د غزني ولايت په کوربتوب د هېواد له اتو ولايتونو ( پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، کابل، ميدان وردګ، زابل او غزني ) څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ( پنجشنبه، د تلې ۱۰مه) پيل شوی و، چې نن د پکتيکا ولايت په لومړي مقام د کابل په دويم مقام او د خوست ولايت په درېيم مقام ګټلو پای ته ورسېدو.

د ويلو ده، چې د دې سياليو په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو عراده تېز رفتار موټر، دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکې لوبډلې ته بیا ۱۰ زره افغانۍ او ترڅنګ يې درې واړو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۸:۰
Background image

غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري، د غزني ولايت بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۷:۵۷
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۷:۵۵
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز میدان ښار کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS