هرات کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۳:۵۹
هرات کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو اوه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې له ۱۱ ورزشي کلبونو د ۱۸۰ ورزشکارانو په تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګویو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې ۱۵ ورزشکاران د یاد ولایت د ای ټي اف تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د یاد ولایت ای ټي اف تکواندو منتخبې لوبډلې ته د ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۵۰
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۷
Background image

پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتیا ولایت په مرکز کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سروري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS