کابل کې ۱۰۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز سمينار پيل شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۵
کابل کې ۱۰۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کاراټې ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۴ ولايتونو څخه ۱۰۰ روزونکو، مسولينو او لوبڅارانو ته د ورزشي مديريت، لوبڅارۍ او روزنې لومړی پړاو، پينځه ورځنی ښوونیز سمينار د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دې سمينار کې به د دې فدراسيون د مسوولينو سربېره د هېواد ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رياست او د بېلابېلو امريتونو د مسوولينو له لوري، ښوونيز، د روزنې او لوبڅارۍ اصول، د لومړنۍ مرستې اصول، د فني او مسلکي برخې اړوند بېلابېل موضوعات او د ورزش اړوند اصلاحي موضوعات په نظري او عملي بڼه تشريح شي.

د دې سمينار په لومړۍ ورځ د هېواد د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رياست رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي له ټولو روزونکو او لوبڅارانو څخه و غوښتل، چې د سياليو او تمرين په وخت کې ټول شرعي اصول مراعات کړي او تل قضاوت په انصاف سره ترسره کړي او حق حقدار ته وسپاري.

دغه راز نوموړي، له ټولو روزونکو او مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل ورزشکاران په اسلامي روحيې سمبال وروزي.

د ويلو ده، چې دغه سمينار، د هېواد د ورزش ادارې د د عوت او ارشاد رئیس داد محمد بريال عطايي، د دې فدراسيون رئیس روح الله معروف، د ياد فدراسيون روزونکو، لوبڅارانو او مسوولينو په شتون کې پيل شو، چې پينځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS