پکتیا؛ ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو او کورش سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۵۴
پکتیا؛ ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو او کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو او کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ مټوارخ سیمه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو فدراسیون دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د ۵۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه په یاد ولایت کې د سامبو او کورش ورزش ته وده ورکول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS