د کابل لیګ د الف او ب ټیمونو پایلې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۰:۲۷
د کابل لیګ د الف او ب ټیمونو پایلې

د فوټبال د ب ګروپ د لوبو په دوام کی د چهار شنبې په ورځ د برق شرکت او د سالنگ ځوانانو ټیمونو یو له بل سره سیالي وکړه چی پایله یې 1/۰ د برق شرکت په ګټه تمامه شوه. او په دویمه لوبه کی توحید لوبډله له مخابراتو سره لوبه وکړه، چې پایله یی 2/۰ په توپیر د توحید په ګټه پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د یما شهید لوبډلې د سولې له لوبډلې سره لوبه وکړه چی په پای کی د یما شهید لوبډلی وکولی شول چی لوبه 1 / 0 دځان په ګټه پای ته ورسوی .

د یادولو وړ ده چې نن پنجشنبه به د قطر اف سی فوټبال لوبډله په ب ګروپ کې د کوهدامن لوبډلې سره او په الف ګروپ کې د افغان ملي لوبډلې د یورش بګرامي لوبډلې سره سیالۍ کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS