کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې حق پرست لوبډلې خپلې سیالې کشکتان ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
