بارسلونا اسپانیول ته ۱-۰ ماته ورکړه

Afzal-af
بارسلونا اسپانیول ته ۱-۰ ماته ورکړه

سمیر هیبت

بارسلونا په خپله لومړۍ لوبه چې د ژاوی هرلاندس په مشرۍ ترسره شوه اسپانیول ټیم ته يي 1-0 ماتې ورکړه.

بارسلونا، چې نن شپه د لومړي ځل لپاره د ژاوی په مشرۍ لوبه وکړه، د پنالټي ځای څخه د ممفیس ډیپای لخوا په یو ګول سره د 1-0 بریا ترلاسه کړه.

لوبه په لومړۍ نیمايي کې له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده. د دوهمې نیمايي په پیل کې بارسلونا د میدان مخکښه لوبډله وه او له دې نیمايي یوازې ۳ دقیقې تېرې شوې وې چې یادې لوبډلې ګول ترسره کړ د اسپانیول د جزا په ساحه کې د ډیپای پر وړاندې د کابریرا تېروتنه د دې لامل شوه چې ریفری د پنالټی ځای ته اشاره وکړي. ډیپای د مخالفې لوبډلې ګول کیپر په غولولو سره ګول ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې بارسلونا په دې بریا سره د اسپانیا د لالیګا په جدول کې د ۲۰ امتیازونو په لرلو سره په شپږم ځای کې ده، په داسې حال کې چې سویا، ریال سوسیداډ او ریال ماډریډ لوبډلې په ترتیب سره له لومړي څخه تر دریمې درجې کې قرار لري.