خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په سيد نور لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مسؤل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې مسؤل لوبډلې خپلې سيالې خېر الله لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۳
Background image

کابل کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د هاکي ملي فدراسیون او په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار د څلورو کلبونو او پينځو ښوونځيو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت په کوربه‌توب د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۱۸
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس د بامیان ولایت د بایسکل ځغلونې له لوبغاړو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له درېیوو بایسکېل ځغلونکو سره ولیدل او د ورزشي توکو په ډالیو یې وستایل.

دغو درېیو تنو له. . .

BACK TO NEWS