غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې توکل مبارز لومړی، احمد احمدي دویم او عتیق الله بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دویزو لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.