زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مکتب لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې ستار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.