کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شېرخان بندر سیمه کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول، د کورش ورزش دودول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
