کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د هاپکيدو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د هاپکيدو سبک سيالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۲۳ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځې يې دوام وکړ.