پروان کې له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ د ازاد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۵۲
پروان کې له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ د ازاد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ له ۱۶ کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د ازاد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې ازاد کلب ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او اتحاد بګرام لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د غوره استعدادونو موندل او د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۷
Background image

خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند حبشخېلو غره کلي کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS