بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانتکت کیک بکسینګ سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د فول کانتکت کیک بکسینګ سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳ تنه د بلخ ولایت د فول کانتکت کیک بکسینګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د فول کانتکت کیک بکسینګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
