کاپيسا؛ تگاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تگاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۲۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د شمشاد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د شمشاد اتلانو او ش.ه.ی.د صدام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شمشاد اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ش.ه.ی.د صدام لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۰ منډو په توپير وبايلله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو هڅول او د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول وو.