بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ٣٥ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د کورش لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.