خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۶/۲۱ - ۱۲:۳۰
خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې به اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو الف لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې تڼیو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د کریکټ الف ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې جاپان ته ماته ورکړه

د کریکټ افغان ابدالیان لوبډلې د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو اسیایي سیالیو کې کوربه جاپان ته د ۴ ویکټو او ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا( د تلې ۳یمه) له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د بدن ښکلا ۱۳کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ هېواد ته روانه شوه

د بدن ښکلا او فټنس ۱۳ کسیزه ملي لوبډله د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه د ټایلنډ هېواد بنکوک ښار ته روانه شوه.

دغه لوبډله د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS