هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۲۰
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په بُست مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د څلورمې کليزې په وياړ د فوټبال سيالۍ د سمسور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د همت او سمسور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې سمسور لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د نويو استعدادونو موندل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS