پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په منصوري لوبغالي کې له څلورو ولايتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې له خوست، پکتيا، غزني او کوربه پکتيکا ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې شاهين باليش لوبډلې خپلې سيالې منصوري لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه په برمل ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول دي، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.