د لیونل میسي شتمني څومره ده؟
د لیونل میسي شتمني څومره ده؟
یوې هسپانوي ورځپاڼې د فرانسې د پاریس سنت جرمن لوبډلې د ارجنټایني ستوري لیونل میسي شتمني افشا کړې ده.
هسپانوي «AS» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې لیونل میسي چې د ۲۰۲۱ کال تر دوبي پورې یې د فوټبال ټوله دوره په بارسلونا لوبډلې کې تېره کړه او بیا د فرانسې پلازمېنې پاریس سنت جرمن تیم ته ولاړ چی اوس مهال یی شتمني ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
د راپور له مخې لیونل میسي په بارسلونا کې د خپلو دوو لسیزو په موده کې خپل سرمایه تر دې حده رسولې وه.
میسي په 2000 کې د ارجنټاین له روساریو څخه د بارسلونا اکاډمۍ ته لاړ او په 2004 کې د دې لوبغالي لومړي ټیم سره یوځای شو وروسته هغه د بارسلونا په تاریخ کې ترټولو مهم لوبغاړی او د غوره ګول وهوونکئ شو.
میسي په ۲۰۱۷ کال کې له بارسلونا سره د کال ۱۶۸ میلیونه ډالره قرارداد کړی و چې پر دې سربېره یې د اعلاناتو په بدل کې نږدې ۴۰ میلیونه ډالره معاش اخیستی و.
میسي د اډیډاس په څیر لویو شرکتونو سره د سپانسر معاملې له لارې ډیرې پیسې ګټلې.
هغه په ټوله نړۍ کې ډیری کورونه او امارات لري، لکه په میامي کې د هغه د 5 ملیون ډالرو شخصي ملکیت او په بارسلونا کې څو اماراتو چې ارزښت یې د 8 ملیون ډالرو څخه تر 9 ملیون ډالرو پورې رسیږي.