ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سرجل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سلامپور او سرجل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سرچل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٠ منډو هدف وټاکه. سلامپور لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١١٥ منډې وکړې او د ٤٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ.