کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کشاورزان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کشاورزان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې کشاورزان لوبډلې خپلې سیالې مهاجران لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
