جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۱:۵۶
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له مرکز او ولسیوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې جوانان قزل ایاق لوبډلې خپلې سیالې د منګجک ولسوالۍ اتحاد لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د جوزجان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د کریکټ الف ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې جاپان ته ماته ورکړه

د کریکټ افغان ابدالیان لوبډلې د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو اسیایي سیالیو کې کوربه جاپان ته د ۴ ویکټو او ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا( د تلې ۳یمه) له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د بدن ښکلا ۱۳کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ هېواد ته روانه شوه

د بدن ښکلا او فټنس ۱۳ کسیزه ملي لوبډله د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه د ټایلنډ هېواد بنکوک ښار ته روانه شوه.

دغه لوبډله د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS