ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۷
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نور محمد سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نور محمد سټارز او ینګ شینواري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ینګ شینواري لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه. نور محمد سټارز لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۰
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د سپين غر زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۸
Background image

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهدي خېلو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا يوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۶
Background image

ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې له بېلابېلو کلبونو ۹۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک. . .

BACK TO NEWS