پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د دوست محمد او بلال احمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه دوست محمد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو څلورو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٤٤ منډو هدف وټاکه. بلال احمد لوبډلې ټاکلی هدف د یوې ویکټې په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS