تخار؛ په ینګي قلعه او چاه اب ولسوالیو کې د مدیریت او روزنې زده کړه ییز سمینار ترسره شو

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه او چاه اب ولسوالیو کې د ورزش په بېلا بېلو برخو کې د مدیریت او د روزنې لومړی پړاو زده کړه ییز سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د ورزش په برخه کې د روزونکو ظرفیت لوړول او د روزنې او مدیریت له قوانینو سره بلدتیا وه ؛ د سمینار په پای کې ګډون کوونکو روزونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې