بغلان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۵
بغلان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیمپو سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل، پروان، تخار، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د بغلان ولایت ورزشکارانو لومړی، بلخ ولایت ورزشکارانو دویم او د کندز ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د کیمپو سبک ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

اړین وضاحت!

یو شمېر رسنیو د سوک وهنې فدراسیون د چهارشنبې د ورځې د تماشه چیانو تر منځ د جنجال ویډیو خپره کړې، چې ګواکې د لباس په سر د امنیتي ځواکونو او ورزشکارانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

BACK TO NEWS