دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۲
دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د سنوکر سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې علي وفا لومړی، تهراني دویم او سید عبدالله بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۵
Background image

جوزجان کې د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ پای ته ورسېده

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ پای ته ورسېده.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۳
Background image

نیمروز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دولتي ادارو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ښاروالۍ ادارې. . .

BACK TO NEWS