بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۷:۱۴
بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ په اکروبات او حلقه سبکونو کې د جمناستيک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې له هرې کټګورۍ درې- درې تنه د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د جمناستیک ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS