خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۲۵
خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د طوتاک جام په نوم د والیبال سیالۍ د طوتاک فراق جان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې طوتاک فراق جان لوبډلې د ۱۶ پر ۱۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې کوټکیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو او نویو استعدادونو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS