ننگرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ستانکزي سټار او شيخ مصري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ستانکزي سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې شيخ مصري اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۸۵ منډې وکړې او لوبه يې د پنځو منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.
