کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د بدن ښکلا اسيايي سياليو کې مډال ګټونکي ورزشکاران وستایل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۶
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د بدن ښکلا اسيايي سياليو کې مډال ګټونکي ورزشکاران وستایل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ټايلنډ په کوربتوب د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې مډال ګټونکي ورزشکاران د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په دغه ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د المپيک ملي کمېټې مرستيال او د بدن ښکلا فدراسيون رئيس باور خان هوتک، د دې ادارې د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي، ورزشکارانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

په دغه ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د وينا پر مهال، د يادې لاسته راوړنې مبارکي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته وويله او دغه لاسته راوړنه يې د ورزشکارانو او رهبرۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو پايله وګڼله.

دغه راز نوموړي له ورزشکارانو څخه وغوښتل لکه څرنګه، چې د هېواد لپاره د وياړونو په لاسته راوړنه کې کوښښ کوئ، دغه راز په نړيوالو سټيجونو کې د يو بل منلو، يووالي او غوره اخلاقو سمبول هم اوسئ.

د بدن ښکلا اسيايي سياليو ۵۷م پړاو کې ياسر سمير احسان په دوه وزني کټګوريو ( مثبت ۷۵ او ۱۰۰ کيلو ګرامه), نائب مبارز په ۸۵ کيلو ګرامه او بيت الله ځدراڼ په منفي ۷۵ کيلو ګرامه وزنونو کې د برنزو مډالونه وګټل.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۸ هېوادونو ترمنځ د ټایلنډ هېواد په بنکاک ښار کې ترسره شوې، چې له افغانستان څخه پکې ۶ ورزشکارانو او يوه روزونکي ګدون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS