بغلان کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۱
بغلان کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جودو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او د ۶۰، ۶۶ او ۷۴ کيلوګرام وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې درې تنه د بغلان د جودو منتخې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د بغلان ورزشي امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS