خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۴۷
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې په وياړ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د عابد ځدراڼ او بريال ځدراڼ کلبونو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عابد ځدراڼ کلب وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيال کلب ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بريال ځدراڼ کلب د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۸۴ منډې وکړې او لوبه يې د ۸۰ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۶:۴۴
Background image

کابل کې د پنځو ښوونځیو لوبډلو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون له لوري د معارف رياست د پنځو ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکو ته د بسکټبال ښوونيز تمريني کمپ پیل شو.

د ياد تمريني کمپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

BACK TO NEWS