غور؛ لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۵۶
غور؛ لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یووالي حذفي جام په نوم د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د میهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې سرجنګل لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې وکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS