غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۳۵
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یادې ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې نوین مرکز لوبډلې خپلې سیالې فوټسال هما لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS