پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۲۹
پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بکخېلو الف لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې جانخېلو ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS