بامیان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۰:۲۰
بامیان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د کابل، بامیان او غزني ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې بامیان لومړی او کابل دویم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د موی تای ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بامیان ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS