پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د درېیو لېسو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د پکتیا پوهنې ریاست سره په ګډه همغږي د په ښوونځیو کې ورزش ته د ودې ورکولو عمومي مدیریت د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې له درېېو لېسو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې د عبدالحی ګردېزي، ببرک خان ځدراڼ او تجربوي عالي لېسو څخه د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، چې په پای کې تجربوي عالي لېسې لومړی او عبدالحي ګردېزي عالي لېسې دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ په ښوونځيو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
