کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۰
کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۱۲ کلبونو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتیق الله خالد، ورزشي مسولينو او ګڼ شمير د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

دغه سياليو کې به ورزشکاران په څلورو عمري کټګوريو کوچنیانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړي، چې په پايله کې به يې ۱۸ تنه د کابل ولايت د فول رزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې يوه ورځ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS