میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۹
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د طبما فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له پنځو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له خوست، پکتیا، لوګر، کابل او میدان وردګ ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې ېې کابل د ۱۷ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، خوست د ۷ مډالونو په ترلاسه کولو دویم او میدان وردګ ولایت بیا د ۵ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

سرپل؛ سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د پسرلني او يووالي جام په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال. . .

BACK TO NEWS