خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالیو کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ینګ سټارز او تڼیو اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تڼیو اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه. ینګ سټارز لوبډلې ټاکلی هدف د اتو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د دوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.
