لغمان کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۹:۵
لغمان کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په مرکزي جمنازیوم کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې له هرې کټګوري څلور- څلور تنه او په ټوله کې ۴۰ تنه د یاد ولایت د پهلواني ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

دا سیالۍ د لغمان د پهلوانۍ ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

سرپل؛ مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS