غور؛ دولتیار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۴۳
غور؛ دولتیار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې میهن لوبډلې خپلې سیالې شیران لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې وکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو او لوبډلې موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې الیاس لومړی، سلمان دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صیاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دورې میدان کې د ٨٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخلاقه اعلان شول خو هېڅ. . .

BACK TO NEWS