میدان وردګ ؛ په مرکز ميدان ښار کې د والیبال سیالي وشوه
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د زندانونو چارو سمون ادارې په ګډه همکارۍ د ميدان وردګ ولايت په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالي وشوه.
په دغه سيالۍ کې د مبارز کمپ لوبډلې خپلې سيالې د زندانيانو لوبډلې ته د ۲-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغې سيالۍ موخه د زندانيانو ذهني ارامتیا او ورزش ته د دوی هڅول ياد شوي دي.
