کاپيسا؛ تگاب ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۷
کاپيسا؛ تگاب ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د تگاب ولسوالۍ په پارکور مرکزي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې فولاد لومړی، سبحان الله دويم او صداقت درېيم مقام ترلاسه کړ.

ياده دې وي، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۹
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۶
Background image

بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ورس ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د فوټسال سيالۍ، چې اونۍ مخکې پیل شوې وې د ورس ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له پنځو ولايتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان. . .

BACK TO NEWS