کونړ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۲
کونړ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دوستانه سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر کونړ سربيره له ننگرهار ولايت کلبونو څخه ورزشکارانو هم گډون کړی وو، چې په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۷
Background image

خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند حبشخېلو غره کلي کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS